اسلام آباد28ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي اولس وزيراعظم عمر??ن خان له غلو او مني لانډرنګ كوونكو ته د لاس اچولو مېنډېټ وركړے، د مسلم ليګ(ن) مشران پخپل دور كښې په لويه كچه په بدعنوانيو او مني لانډرنګ كښې ككړ وو، دوي خلاصېدلے نشي او په راتلونكو دوو كالو ك??ې به د اپوزيشن په ضد د بدعنواني په كېسونو پرېكړې وشي، وزيراعظم عمر??ن خانبه راتلونكې ټاكنې په بشپړه توګه سپېځلې كوي او زه هيله لرم چې دغه ټاكنو ك??ې به بيا پي ټي ائې په اقتدار كښې راشي، وزيراعظم عمر??ن خان راتلونكې ټاكنې د اي وي اېم د لارې د كولو عزم لري۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو ك??ې ده ووئيل د شهباز شريف ??ه ضد د 25 اربه روپو د كرپشن سنګين ??ېس موجود دے٬ د ھغه په ضد بې وسه كسان ګواهان دي٬ اوس چې عدالت د دوي ضمانتونه منظوروي نو په دې كښې حكومت څه كولې شي، ده ووئيل د شهباز شريف ??ېس سنجيده دے او نواز شريف دومره بهادر نه دے چې بېرته پاكستان ته راشي۔ ده ووئيل ما وړاندې د ن نه د شين اېستو خبره كړې وه خو اوس په ن ليګ كښې درې ډلې جوړېدونكې دي ۔ شېخ رشيد احمد ووئيل پيپلزپارټي د ګوډاګو لوبې كوي۔ ده ووئيل اوس شبهاز شريف ??ائي چې د راتلونكي الېكشن د سپېځلتيا باور دې راكړے شي نو زه هغه له باور وركوم چې د كال 2023 ټاكنې به په بشپړه توګه سپېځلې وي