اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د كشمير مسئله دې په ټوپك نه بلكه د ووټ د لارې حل كړی شي٬كشمير د نړۍ يوه ??اسې سيمه ده كومه چې په تاريخ كښې تل امن ناكه پاتې شوې٬د بنيادي بشري حقونو نه كشميريان محروم پاتې كړی شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د كشمير پار??يم??ټري امن كنفرنس ته د وېنا په مهال وكړه۔په دې موقع د حريت مشرانو٬د ينګ پار??يم??ټرينز پشمول د برتانيې او د اروپا پارليماني غړو ګډون كنفرنس كښې ګډون كولو۔كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر ووئيل د كشمير غوندې په مهمو مسئلو دا كنفرنس كول ډېر ضرورې دے٬ كشمير د نړۍ يوه ??اسې سيمه ده كومه چې په تاريخ كښې تل امن ناكه پاتې شوې۔ده ووئيل د پاكستان جوړېدو نه وړاندې ډوګره راج كښې د كشمير امن تباه شوے٬په كشمير كښې تراوسه د يو نيم لاك كشميريانو كورونه سوځولې شوي٬هر ??ال په زرګونو ځوانان نيولې كېږي٬په لاكهونو كشميريا?? شهيدان شوي ۔ ده ووئېل په كشمير كښې نزدې د يو لك څخه زيات ماشومان يتيمان شوي٬ګڼ شمېر مېرمنو سره جنسي تېري شوي۔ده ووئيل سيد علي ګېلاني د دې تكليفونو په زغملو د نړۍ څخه تللے٬د هغه وينه به بې ضائع نه ځي۔ده ووئيل په ??ال 2019 كښې هند د قانون سازې اسمبلي بائي پاس كولو سره د كشمير حېثيت بدل كړے۔ده ووئيل كشمير د پاكستا?? شه رګ دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د ملګرو ملتونو قوانين له مخې په كشمير كښې دې رايو شمېره وكړې شي٬ د كشمير مسئله په ټوپك نه بلكه د ووټ د لارې دې حل كړی شي۔ده ووئيل د كشمير او فلسطين آزادۍ لپاره دې په ګډه غږ پورته كړے شي