اسلام آباد10ستمبر (اے پي پي)د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري ان??ونيو ګوټريس او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل هائي كمشنر مشيل جيريا ته چيټۍ ليكلو سره غوښتنه كړې چې ملګري ملتونه دې په سمدستي توګه د كشميري لارښود سيد علي ګېلاني په حراست كښې د قتل بې پرې سمدستي پلټنې وكړې او د حريت كنفرنس لارښود سيد علي ګېلاني مړې بې حرمتۍ او د هغه د كورنۍ كسانو په ضد د فوځداري مقدمو ان??راج نوټس واخلې او د ذمه وارو په ضد اقدامات وكړې ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ډپلومېټك انكليو نه بهر مېډيا ته د بريفنګ په مهال وكړه۔د دې څخه ??ړا??دې شهريار آفريدي په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ملټري آبزرورز ډلې ته يوه چيټۍ لېږلې وه ۔په دې موقع د كشمير كمېټۍ غړي سېنېټر سرفراز بګټي٬د حريت كنفرنس لارښود ??يض نقشبندي او رحماني هم موجود ??و۔شهريار آفريدي ووئيل د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل له ?? سيد علي ګېلاني د حراستي قتل پلټنو له ??كم جاري كول پكار دي