پېنډۍ ۔4 ستمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه باور وركړے دے چ?? پاك پوځ به كشمير كاز لپاره د كشميري اولس ??لاتړ روان ساتي۔ د آئی اېس پی آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز لمخې د خالي په ورځ د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ سره د آزاد ??شمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي جنرل هېډكوارټر پېنډۍ كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې مقبوضه جمو وكشمير كښې د هند د يو اړخيزه اقداماتو په شمول په مقبوضه سيمه كښې او په كنټرول لائن د روانې وضعې په اړه هم خبرې وشوې۔ د پاك پوځ مشر د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له په تاريخي هڅو كولو ??يد علي ګېلاني ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ جنرل قمر جاوېد باجوہ د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم په حېث د نوې ذمه وارو په سنبالولو ??بد القيوم نيازي ته مباركي وركړه او د كشمير سوكالۍ له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د آزاد ??شمير وزيراعظم د آزاد جموں وكشمير امنيت او پ??مخ??ګ لپاره د پاك پوځ د كردار ستائنه وكړه