اسلا?? آباد30اګست (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د اوبو نوې ذخيرې جوړول ٬ د هېواد د تو??ن حاجتونه ترسره كول او د ارزانې برېښنا وركړه به باوري ??ولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د واپډا چيئرمېن لېفټيننټ جنرل (ر) مزمل حسېن سره كړې چا چې وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګلخوا د جاري بيان له مخې د واپډا چيئرمېن وزيراعظم د ډيکيډ آف ډيمز (د بندونو ل??يز??) له مخې پاکستان كښې د روانو لويو بندونو جوړولو د پېشرفت نه خبر كړو۔ وزيراعظم په بندونو جوړولو كښې په پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره امر وكړو چې تعميراتي كار دې په ټاكلې م??ده كښې تر سره كولو لپاره اقدامات باوري ??ړے شي۔ده ووئيل د اوبو ضرورتونه ترسره كولو لپاره نوې بندونه جورول د وخت مهم ضرورت دے٬ د اوبو نوې ذخيرې جوړول ٬ د هېواد د تو??ن حاجتونه ترسره كول او د ارزانې برېښنا وركړه به باوري ??ولې شي۔