استنبول 16اګست (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پاكستان او تركيې ترمينځه د مرستې پراخا امكانات موجود دي٬ ترك تجاران او سرمايه كار دې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬كان كني٬ماليات٬صنعت او د سېلګرۍ په څانګو كښې سرمايه كاري وكړي۔صدر دا خبرې د تركيې د نامتو كمپنو كاروباري پلاؤيو سره د ملاقاتونو په ??هال د ګل په ??رځ په استنبول كښې وكړې۔صدر په پاكستان كښې د سرمايه كار دوسته ماحول٬كاروباري ټولنې لپاره ښه ماحول وركو??و له د حكومت لخوا د شوو اقداماتو پلو د تركيې كمپنو د تجارانو او سرمايه كارو پام راوګرځولو۔د پلاوي غړو صدر د خپلو كاروباري او ممكنه پ??وژو په اړه خبر كړو كوم چې په پ??كستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې غېر ملكي سرمايه كاري زياتو??و لپاره پېل كېدې شي۔ترك تجارانو پاكستان ته د برآمدات په زياتولو كښې مرستې لپاره د خپلې پوهې او مشاورتي مرستې وړاندېز وركړو۔پلاويو صدر په پ??كستان كښې د ترك سرمايه كارو د ستونزو نه هم خبر كړو ٬ دغسې صدر دوي ته د دې مسئلو زر تر زره د حل كولو باور وركړو۔