اسلام آب??د 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې په ټاك??و كښې د درغلۍ د شكاياتو يواځنې حل اليكټرانك ووټنګ مشينونه دي٬حكومت په دې لړ كښې كا?? كوي٬د اپوزېشن څخه مو تجويزونه غوښتي خو دوي نه دي راكړې۔په آزاد كشمير كښې د مسلم ليګ(ن)د حكومت له مخې ټول ټاكنې شوې دي٬هلته د ټاكنو د كمېشن يو غړې د وزيراعظم خپلوان و٬د اتوار په ورځ”ستاسو وزيراعظم تاسو سره”په پروګرام كښې د آزاد كشمير په ټول ټاك??و كښې د درغلۍ په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې په كركټ به مونږ د غېر جانبدار ايمپائر نشت والي له امله ماتې نه منله٬مونږ غېر جانبداره ايمپائر لپاره كمپائن وچلولو٬په كال 1986 كښې مونږ ټول ??مر ځل غېر جانبدار ايمپائر راوستلو٬اوس څوك د ماتې په اړه تور نه لګوي٬زمونږ وړومبې حكومت دې كوم چې انتخابي اصلاحات كول غواړي چې دغسې انتخابي عمل سم شي۔مونږ دې نتيجې ته رارسېدلې يو چې د اليكټرانك ووټنګ مشيونونو نظام راوړلې٬دا د ټولو ستونزو حل دے٬مونږ په دې ډېره خواري كړې۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت دا مشينونونه تيار كړې هم دي مونږ غواړو چې د مېډيا او بار كونسلو ټولې ټاكنې د دې له مخې وشي۔وزيراعظم ووئيل چې د امريكې په صدارتي ټاك??و كښې د نظام په وجه د اوباما د درغلۍ تورونه ثابت نه كړې شول