اسلام آباد22جون (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي افغانس??ان كښې امن لپاره د امريكې همكار جوړېدې شؤ ٬ خو په خپله خاوره امريكې ته د پوځي اډې جوړولو اجازه وركولې نه شؤ۔ مونږ د دې متحمل كېدې نه شو٬ مونږ ته وړاندې هم د دې لوے زيان رارسېدلې دې٬افغانس??ان كښې مونږ كومه خاص ډله كښې خوښي نه لرؤ ٬ هر ھغه حكومت سره كار كولو ته چمتو يؤ چا ته چې د افغان اولس باور ترلاسه وي٬ په منطقه كښې امن او پرمختګ لپاره يو نوې ميثاق ته اړتيا ده۔ د امريكې نوموړې مجلې “واشنګټن پوسټ” كښې خپور شوي خپل م??مو?? كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكس??ان په افغانس??ان كښې امن لپاره امريكې سره همكار جوړېدو له چمتو دے خو افغانس??ان څخه د امريكائي ځواكونو وتلو نه وروسته مونږ كومه بله شخړه په بيعه اخستې نه شؤ۔ خپل تحرير كښې وزيراعظم وئيلي كه پاكس??ان افغانس??ان كښې بمبارۍ لپاره امريكې ته اډې وركولو ته راضي شي نو په نتيجه كښې به ئې په افغانس??ان كښې كورنۍ جھګړا پیل شي۔د بدل اخستو لپاره به ترهګر بيا پاكس??ان په نخښه كوي او مونږ د دې متحمل كېدې نه شؤ۔ مونږ د دې نه وړاندې هم ډېر زيات زيان رارسېدلے دے۔ هغه ليكلي كه شل كاله په افغانس??ان كښې خپل قوي پوځ ساتلو سره امريكا ته جنګ كښې بريا ترلاسه شوې نه ده نو پاكس??ان كښې اډې جوړولو سره به څنګه ترلاسه كړي۔؟وزيراعظم خپل م??مو?? كښې دا هم ليكلي چې افغانس??ان كوم چې د اوږدې مودې راهسې ستونزو سره مخ پاتې دے٬ مونږ يو ډول مفادات لرو٬ مونږ غواړو چې هلته شخړې په سياسي توګه هوارې شي٬ استحكام او اقتصادي پرمختګ وي او د ترهګرو كوم پټ ځائ نه وي٬ مونږ افغانس??ان كښې د كوم عسكري قوت د اقتدار سنبهالولو په ضد يؤ چې ورسره به نورې كورنۍ جھګړې رامخې ته شي ځكه چې كومه يوه ډله ګرد هېواد كښې كاميابي نشي ترلاسه كولې او دا چې د هر حكومت كاميابۍ لپاره د طالبانو شموليت ضرورې دې۔ وزيراعظم ليكلي دي چې تاريخ د ثابت كړې چې افغانس??ان د بهر نه نشي كنټرول كېدې ۔ وزيراعظم ووئيل پاکستانافغانس??ان كښې د جنګونو د لاسه زياتو ستونزو سره مخ شوے دے٬ د 70 زره نه زيات پاكستانيان شهيدان شوي، امريکا مونږ سره 20 اربه ډالره مرسته وكړه خو د پاکس??ان معيشت ته 150 اربهډالرو نه زيات زيان رسېدلې او په پاكس??ان كښې سېلګري او سرمايه كاري ډېره ځپلې شوې ده۔ وزيراعظم ووئيل د امريكې د هلو ځلو برخه جوړېدو نه پس پاکس??ان د همكار جوړېدو له امله په نخښه كړې شو او دا صورتحال د تحريك طالبان پاكس??ان او نورو ډلو لخوا زمونږ په هېواد كښې د ترهګرۍ سبب جوړ شو۔ امريکائي ډرون بريدونو د كومو په ضد چې ما خبردارې وركړې ٶ جنګ ونه ګټلې شو او د دې له امله د امريكې په ضد كركه پېدا شوه او د دواړو هېوادونو په ضد د ترهګرو ډلو شمېره كښې اضافه وشوه۔ خپل م??مو?? كښې وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د كلونو راهسې زما دا استدلال ٶ چې د افغانس??ان مسئله كوم پوځي حل نه لري٬ امريكې افغانس??ان ته نزدې د پاكس??ان نيم خپلواكه قبائيلي سيمو ته په وړومبي ځل په دې خيال د خپلې پوځي ډلې لېږلو په حاجت زور راوړو چې دې سره به اړې ګړې ختم شي۔ ٬ داسې ونه شول خو دې سره د قبائيلي سيمو نيمې آبادۍ كډه وكړه٬ يوازې شمالي وزيرس??ان څخه لس لكه كسانو ګډه كړې٬ د اربونو ډالرو زيان شوې٬ بشپړ كلي ړنګ شوي٬ وزيراعظم ووئيل په بريدونو كښې عام وګړو ته شوې “ضمني زيان” د پاكستاني پوځ په ضد د ځانمرګي بريدونو سبب ګرځېدلې٬ په دې بريدونو كښې شهيد شوې د پاکستاني عسكرو شمېره په افغانس??ان او عراق دواړو هېوادونو كښې د امريكې د عسكرو شمېرې څخه هم زياته او د دې په نتيجه كښې زمونږ په ضد په ترهګرۍ كښې لا اضافه وشوه ٬ يوازې په يوه صوبه خېبر پښتونخوا كښې 500 پوليس اهلكار شهيدان شوي۔خپل م??مو?? كښې وزيراعظم عمران خان ليكلي دي چې په پاکس??ان كښې د 30 لكهو نه زيات افغان كډوال مېشته دي٬ كه په افغانس??ان كښې د مسئلې سياسي حل رامخې ته كېدو په ځائي نورې كورنۍ جھګړې پېل شوې نو نور كډوال به دلته راځي او زمونږ په پوله ايزو سيمو كښې به عدم استحكام او په غربت كښې اضافه وشي٬ مونږ په تاريخي توګه په پرانستې پاتې كېدونكې پوله دازغن تار لګولو كار بشپړ كړے دے۔ وزيراعظم خپل م??مو?? كښې وئيلي دي چې په افغانس??ان كښې د امريكې او پاكس??ان مفادات يو دي٬ مونږ د خبرو اترو د لارې امن غواړو ٬ كورنۍ جھګړې نه غواړٶ٬ مونږ د ترهګرۍ خاتمه او استحكام غواړو٬ مونږ د داسې لوظنامو ملاتړ كوٶ كومې چې په تېرو دوه لسيزو كښې په افغانس??ان كښې د شوې پرمختګ د ثمراتو نګهباني وكړي او مونږ اقتصادي پرمختګ لپاره په مېنځنۍ آسياء كښې تړون او تجارت غواړو، افغانس??ان كښې د نورې خانه جنګۍ زيان به ټولو ته رسي۔ هم له دې كبله مونږ طالبان د مذاکرات په مېز وړومبې امريكې او بيا افغان دولت سره كېښنولو لپاره زياتې حقيقي او سفارتي ستړې كړې دي۔ مونږ په دې پوهېږو كه طالبان د عسکري فتح اعلان كولو هڅې كوي نو دې سره به نه ختمېدونكې جنګ جھګړې رامخې ته شي٬ هيله ده چې افغان دولت به هم په خبرو اترو كښې د نور لچك څرګندونه وكړي او په پاکس??ان به تورونه لګول بند كړي۔ هغه ليكلي چېد افغانس??ان ګاٶنډي هېوادونه به د خپلې خاورې د افغانس??ان او بل كوم هېواد په ضد د نه كارولو كېدو لوظ كوي او افغانس??ان به هم ??ا لوظ كوي٬ دا ميثاق به د افغانس??ان بيا رغونې لپاره د افغانانو د مرستې لوظ هم كوي۔ وزيراعظم عمران خان خپل م??مو?? كښې ليكلي دي چې زه باور لرم چې د سيمه ايز تجارت او اقتصادي رابطو وده په افغانس??ان كښې د كوټلې امن او سلامتيا كنجي ده٬ د نورې پوځي كاروائۍ هېڅ فائده نشته۔ كه مونږ د دې ذمه وارۍ همكار جوړ شؤ نو افغانس??ان كوم چې كله د ” ګرېټګيم” او د سيمه ايز مخاصمتونو په سبب پېژندلې كېدو٬ د سيمه ايزې مرستې مثال جوړېدو سره رامخې ته كېدې شي