اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په ګلبرګ ګرينز اسلام آباد كښې د اے جے ټاورز استوګنې منصوبې پرانسته كړې۔ د زيارت په ورځ د پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل هاٶسنګ او ت??مي??اتي څانګه كښې سرمايه كارۍ لپاره بل??ا موقعې موجود دي٬ حكومت ?? نجي څانګې ډاډګيرنې لپاره په مراعاتو كار كوي٬ هېواد كښې د هاٶسنګ يونټس كمبوت د نجي څانګې شراكتدارۍ سره ??تم??دې شي۔ ده ووئيل نجي او سركاري څانګه په ګډه د هاٶسنګ په څانګه كښې د لنډې او اوږدې مودې شراكتداري كولې شي٬ د كرونا وباء باوجود د هاٶسنګ او ت??مي??اتي څانګه كښې د سرمايه كارۍ رجحان د ډاډ وړ دے۔ ده ووئيل دې څانګې سره نورو صنعتونو ته هم سهارا ترلاسه كېږي او د روزګار موقعې ??م پېدا كېدو كښې مرسته ترلاسه كېږي۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن د منصوبو د اهم اړخونو جاج واخست۔ په دې موقع د سي اي او افان عزيز د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني مننه وكړه