اسلام آباد 14جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د پاكستان معيشت يوازې د استحكام نه بلكې د پرمختګ پلو روان دے٬موجوده بجټ د ټولنې هرې طبقې لپاره د اميد وړانګه ده٬د بجټ مهمو نكاتو په اړه دې اولس ته بشپړه خبرتيا وركړی شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګوند وياندو غونډې ته وېنا كولو په مهال كړې۔ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ ??خو?? جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬خاص مرستيالو٬د ګوند مشرانو او وياندو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د هېواد په صورتحال په خاص توګه د حكومت ??خو?? وړاندې كړی شوې اولسي پرمختيائي بجټ٬په بجټ كښې اولس ته د وركړې شوي رېليف او خاص مع??شي پرمختګ عمل تندولو پھ اړه په اقداماتو غور وكړے شو٬ د ګوند مشرانو په يو متوازن٬اولس دوست او د ټولنې هرې طبقې لپاره په مثبت بجټ وړاندې كولو وزيراعظم او د حكومتي مع??شي ډلې ته مباركي وركړه۔ وزيراعظم غونډې ته د وېنا كولو په مهال ووئيل چې پھ دې خبره بې حده اطمينان لرم چې د پاكستان معيشت نه يوازې د استحكام بلكې د پرمختګ په پلو روان دے۔ ده ووئيل چې د كورونا وباﺀ په مهال په نړيواله كچه هر معيشت ته سخت زيان رسېدلې او مع??شي مسئلې پېدا شوي خو پاكستان كامياب حكمت عملۍ سره مع??شي سفر كړی۔ ده ووئيل چې موجوده بجټ پرمختيائي بجټ دے٬د كوم مقصد چې نه يوازې مع??شي استحكام مستحكم كول دي بلكې د معيشت مهمو څانګو كركيلې٬انډسټري٬هاؤسنګ او نورو مهمو څانګو ته وده وركول دي۔وزيراعظم د ګوند وياندو ته هدايت وكړو چې د بجټ نكات په اړه اولس ته بشپړه خبرتيا وركړي دغسې چې غلط فهمۍ خپروونكو عناصرو عزائم ناكامه شي