اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي کامياب جوان پروګرام يواځنے پروګرام دے د كوم بنياد چې د ځوانانو په آئيډياز اېښودلے شوے او دا وړومبے حکومت دے كوم چې نه يواځي د ځوانانو ضامن دے بلكه هغوي هنر منده جوړولو نه پس د کاروبار لپاره قرض هم وركوي، د پاکستان ځوانان صلاحيت لري او کاميابۍ لپاره د سم اړخ تعين ضروري دے، جديدې ټيکنالوجي کارولو سره دې ځوانان راوړاندي شي او ??وز??ار دې پيل كړي دغسې دوي به د نورو لپاره هم د ??وز??ار ذريعه وګرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويج نمل كښې کامياب جوان پروګرام دستوري ته وينا كښې وكړه۔ په دې موقع د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار او نورو هم خطاب وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل کامياب جوان خبره چې وكړې شي نو دا وړومبې حكومت دے كوم چې د ځوانان خپل ترجيحات ګرځولي ، عثمان ډار له مبارکي وركوم چا چې د وزير اعطم عمران خان د ځوانانو وژن له عملي شكل وركړے۔ده ووئيل دې پروګرام سره به نه يواځي ځوانان هنر مند جوړولو له مرسته تر لاسه شي بلكه هغوي له د ??وز??ار موقعې وركولو سره به نور هم مخ پھ وړاندې لاړ شي او هغوي به بيا په نورو ځوانانو سرمايه كاري وكړي۔ مراد سعيد ووئيل دا هغه پروګرام دے كوم چې د ځوانانو په مشاورت سره جوړ شوے۔ده ووئيل ټيکنالوجي کارولو سره نه يواځي ??وز??ار بلکه د هېواد برآمدات هم زياتيدے شي۔