اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان سره د کشمير چارو وفاقي وزير علي امين ګن??ا پور، سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر سينيټر ډاکټر شهزاد وسيم او د اسمبلۍ غړو ملاقاتونه كړي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخي وزيراعظم عمران خان سره سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر سينيټر ډاکټر شهزاد وسيم ملاقات کړے چې پكښې په سېنېټ كښې په قانون سازۍ او د راروان بجټ په اړه په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ شهزاد وسيم وزيرِاعظم ته د حکومتي پ??ليسيو په سوب د کورونا وباء باوجود د هېواد اقتصادي اعشارو كښې په مث??ت بدلون پيرزوئني وړاندې كړې۔ وزيراعظم عمران خان سره د کراچي څخه تعلق لرونكو د ??ام?? اسمبلۍ غړو هم ملاقات کړے۔ ملاقات كښې د سياسي چارو خاص مرستيال او چيف وهپ ملك عامر ډوګر هم موجود ؤ دغسې د ??ام?? اسمبلۍ په غړو كښې عطاء الله خان، فهيم خان، آفتاب جهانګير، اسلم خان او کيپټن (ر) جميل خان شامل وو۔ ملاقات كښې د کراچۍ په مسئلو خبرې شوي۔دې نه ځانله د وفاقي حکومت په روانو پروژو هم د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ وزيرِاعظم عمران خان سره وفاقي وزير علي امين ګن??ا پور، عامر محمود کياني او سيف الله نيازي هم ملاقات کړے ۔ ملاقات كښې په آزاد کشمير كښې د راروانو ټاكنو په اړه په تګلاره د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ دغسې وزيرِاعظم عمران خان سره د ??ام?? اسمبلۍ غړي شوکت علي بھټي، پخواني غړي مهدي حسن بھټي او د صوبائي اسمبلۍ خالد ګجر هم ملاقات کړے ۔ د سياسي چارو خاص مرستيال او چيف وهپ ملک عامر ډوګر هم په ملاقات كښې موجود ؤ۔ ملاقات كښې وزيرِاعظم ته حافظ آباد او رائيونډ كښې د روانو پرمختيائي پ??وژو پيشرفت په اړه ووئېل شول ۔ ملاقات كښې د وزيرِاعظم د جنوبي پنجاب پرمختګ په شوو اقداماتو او په سيمه د ګټورو اثراتو او د پرمختيائي پ??وژو په پيشرفت هم خبرې شوي