اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد نا??را ته هدايت كړے چې د پاكستان ټوله آبادي دې زر رجسټر كړې شي، بهر مېشته پاكستانيانو ته دې غوره اسانيې وركړې شي، په دې لړ كښې به كوم غفلت يا كوتاهي ونه زغملې شي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د نا??را چارو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې. په غونډه كښې د كورنيو چارو سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر پشمول د نادار اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د نا??را چيئرمېن لخوا بهر مېشته پاكستانيانو ته د وركول كېدونكو اسانيو په اړه بريفنګ وركړے ??و. د كورنيو چارو وفاقي وزير د نا??را لنډ مهاله چيئرمېن ته هدايت وكړو چې د پاكستان ټوله آبادي دې زر رجسټر كړې شي، بهر مېشته پاكستانيانو ته دې غوره اسانيې وركړې شي، په دې لړ كښې به كوم غفلت يا كوتاهي ونه زغملې شي. د نا??را چيئرمېن ووئيل چې د هېواد 70 فيصده آبادي رجسټر كړې شوې ده ا?? پاتې لپاره هم اقدامات روان دي.