اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په مشرې كښې د اوورسيز انوېسټمنټ چېمبر آف ??امرس اېنډ انډسټري او د پاكستان بزنس كونسل شريكه غونډه د جمعې په ورځ د خزانې په و??ار?? كښې وشوه. د خزانې و??ار?? لخوا جاري ش??ي بيان له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد او د خزانې خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود هم ګډون و??ړو. په دې موقع په خپله وې??ا كښې د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين ووئيل حكومت كاروباري طبقې ته مراعات وركولو لپاره پوخ عزم لري چې دغسې په سباٶن كښې كاروباري ماحول ښه پرمختګ وكړي. ده ووئيل زمونږ مقصد پائيدار اقتصادي پرمختګ دے چې ورسره به په صنعتونو كښې زياتوالے راشي، د روزګار نوې موقعې به راپېدا شي او د درامدات په بدل كښې به برآمدي معيشت وده وكړي