اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر او د اېن سي او سي كوآرډينېټر لېفټېننټ جنرل حمود الزمان په مشرې كښې د اېن سي او سي خاص غونډه د ګل په ورځ وشوه. په غونډه كښې د كورونا د زياتېدونكې شرح تر مخه په زياتو ځپليو ښارونو كښ?? په لاك ??اٶن لګولو غور وكړے شو. غونډې ته ووئيل شول د رنځ زياتېدل ب?? په دې ښارونو كښ?? په روغتونونو كښې د اسانيو د كمي سبب جوړېږي. غونډې ته ووئيل شول د لاك ??اٶن په اړه حتمي پرېكړه به ټولو اړوندو ډلو سره د مشاورت كولو نه پس كولې شي. په دې موقع اېن سي او سي د كېمرج ??متحانات په طريقه كار نظرثاني وكړه او غونډې ته ووئيل شول چې دا امتحانات د تعليم وزارت د پرېكړې له مخې كولې شي. په دې لړ كښې اېن سي او سي پرېكړه كړې چ?? په يو امتحاني مركز كښې به د پنځوسو نه زيات زده كوونكې نه وي. اېن سي او سي د تعليم وزارت ته خواست وكړو چې د كېمرج ??متحانات په مهال ټول حفاظتي تدابير باوري كړې. غونډې ته ووئيل شول د څلوېښتو نه تر پنځوسو كالو عمر كسانو د رجسټرېشن عمل ب?? سبا پېل شي او د شپتو كلونو نه زيات عمر لرونكو وګړو ته واكسين لګولو لپاره د واك ان اسانۍ وركولو پرېكړه هم شوې. په غونډه كښې طبي څانګې ته د آكسيجن مستقل وركړ?? په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. په غونډه كښې د اختر رخصت?? په مهال د اولس د تګ راتګ محدود كولو او د ټورازم نظام په مرتب كولو هم غور وكړے شو