اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي د افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري، د مسئلې يواځنې لار جامع او پراخا مذاكرات دي. د جمعې په ورځ په استنبول كښې د تركيې او افغانست??ن خارجه وزير سره د درې اړخيزه غونډې نه پس خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال د پاكست??ن خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل په درې اړخيزه غونډه كښې په ګډون كولو خوشحاله شوے يم. ??ه ووئيل د افغانستان د سولې عمل په دې مهم پړاٶ درې اړخيزه غونډه ډېره مهمه ده. ??ه ووئيل بايد مونږ د فورم كارولو سره نه يوازې په وزارتي كچه بلكې د مشرانو په كچه كانفرنس هم وكړو. ??ه ووئيل نن په دې درې اړخيزه غونډه كښې د مشرانو په كانفرنس هم خبرې شوي. ??ه ووئيل د افغانانو ترمېنځه د مذاكراتو په صورت افغانان يوه نادر موقع لري، بايد ??وي په ګډه مذاكرات معنٰی وركوونكي جوړ كړي. شاه محمود قريشي ووئيل د افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري، د مسئلې يواځنې لار جامع او پراخا مذاكرات دي. ځكه مونږ طالبانو ته د مذاكراتو وايو ځكه چې دا د دوي د سباٶن معامله ده چې پرېكړه ئې دوي ته په خپله كول دي. خارجه وزير ووئيل په افغانستان كښې د بدامني لوي قيمت د افغانانو نه پس پاكستان ادا كړے. زمونږ تر ټولو لوي ځاني او مالي زيان شوے. يو سوله ايز افغانستان د پاكستان په ګټه دے. ??ه ووئيل نن مونږ د سيمه ايزو روابطو په زياتولو هم خبرې كړي. مونږ په اقتصادي مرسته او د غېر قانوني مائيګرېشن په مسئله هم خبرې كړي. د شريكو هڅو د لارې په غېر قانوني مائيګرېشن قابو موندلے كېدې شي. ??ه ووئيل زمونږ د شريك خبري كانفرنس پرېكړه د فكر د يووالي څرګندونه ده. ??ه ووئيل په افغانستان د امن په نت??جه كښې به په منطقه كښې روابط و??ه وكړي