اسلام آباد۔16اپرېل (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر افغانستان سره د ګورسل پولې پرانستلو م??ام??ه بارډر مېنجمنټ كمېټۍ ته ولېږله۔ د جمعې په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د ګلداد خان، ساجد خان او ډاکټر حیدر ??لی خان په پاک افغان پوله د تجارت بند پاتې كېدو حوالې سره د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې د داخله چارو پارلیمانی سېکرټری شوکت علی ووئيل په پاک افغان پوله د چمن ، انګور اډا، غلام خان او کرلاچی د لارې تجارت كېږي۔ دلته شپږ ورځې تجارت كېږي۔ او ما دې ايوان كښې وئيلي وو چې پياده راتلونكو ته څلور ورځې اجازه وي٬ دا دې شپږ ورځې كړې شي۔ هغه ووئيل د افغان حكومت مشاورت سره پوله پرانستلې شي۔ د غورسل پولې م??ام??ه دې بارډر مېنجمنټ کمیټۍ ته ولېږلې شي۔ په دې سپيكر دا م??ام??ه اړوندې كمېټۍ ته ولېږله