اسلام آباد۔29مارچ (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد ??ېصر د بنو په جاني خېل كښې د څلورو ځوانانو د وژل كېدو پېښې بشپړه رپورټ غوښتلے دے او په دې حقله په شويو لوظنامو ئې د عملدرآمد هم هدايت كړے دے۔ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړې زاهد دراني د اعتراض په ??كته ووئيل زما په حلقه كښې د 4 ځوانانو د وژل كېدو د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوه۔ په دې پېښه كښې ككړ كسان دې خپل انجام سره مخ ??ړې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د وزيراعظم د احتساب او داخله چارو صلاحكار بېرسټر شهزاد اكبر ته په دې اړه د ايوان د خبرولو ووئيل۔ بېرسټر شھزاد اکبر ایوان ته ووئيل چې په دې معامله دې صوبائي حكومت سره رابطه و??ړې شي۔ د صوبائي حكومت په دې اړه يو لوظنامه شوې ده۔ پوره رپورټ به ډېر زر ايوان ته وړاندې ??ړې شي۔ په دې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د داسې معاملې مخنيوي له بايد ګامونه پورته ??ړې دي۔ اوس صرف عمل كول پكار دي۔ په ??وظنامه دې عملدرآمد باوري ??ړې شي۔ هغه ووئيل د غمجنيو كورنيو په غم كښې شريك يؤ۔ په دې پېښه كښې ككړ كسان دې خپل انجام سره مخ ??ړې شي او دوئي سره دې كوم رعات ون??ړې شي۔ بېرسټر شهزاد اكبر دې په ذاتي توګه د دې معاملې نګراني وكړي۔