پېنډې 13 مارچ (اے پی پی) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې د سېنېټ چيئرمېن په ټاكنه كښې پي ډي اېم بده ??اتې خوړلې، په ټاكنو كښې بريا او ناكامي وي، بايد د نتيجو منلو جذبه هم وي، د سېسلېن مافيا لقب ترلاسه كوونكې د هېواد نه تښتېدلې اشتهاري نن د ادارو نوم اخستلو سره تورونه لګوي، د پوځ او ادارو د مشرانو نوم اخستلو سره تورونه لګ??ل د هېواد دښمني ده، بايد په متنازعه بيانونو د نواز شريف په ضد كارروائي وكړې شي. ده دا خبرې د خلي په ورځ په پېنډې كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. ده ??وئيل چې سېسلېن مافيا لقب ترلاسه كوونكے په ادارو او د دې په مشرانو تور لګوي، د دوي هېواد دښمنه بيانيې ته مېډيا هم كورېج نه دے وركړے. ??ه ذمه وار رپورټنګ كولو مېډيا ته پېرزوينه وړاندې كوو. وفاقي وزير ووئيل چې بريا يا ماتې د ټاكنو يا مقابلې برخه وي، بايد د كاميابې جشن په شان د ماتې د برداشت حوصله هم وي. ده ??وئيل چې پي ډي اېم په هېواد كښې د معاشي بې يقينې پېدا كولو هڅې كوي خو مونږ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې هېواد د معاشي استحكام په پلو روان كړے او دا سفر به روان وي. وفاقي وزير ووئيل چې خپل سياست پړقولو لپاره مولانا ف مذهب نوم كاروي او پمفلټ وېشي.