کراچۍ ۔21فروری(اے پی پی) د سندھ ګورنر ع??ران اسماعيل سره وفاقي وزيرانو عبدالحفیظ شېخ، اسد عمر ، میاں محمد سومرو او فوزیه ارشد ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د اتوار په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې ملاقات كښې وفاقي فنډنګ سره د روانو پرمختيائي منصوبو او د كر??چي ټرانسفارمېشن پلان په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د دې عزم څرګندونه وشوه چې د معاشي شه رګ كر??چۍ پرمختګ له به ټولې ممكنه وسيلې كارولې شي۔ په دې خبره صلا راغله چې شريكو ګامونو او د همكارانو مشاورت سره د پرمختګ مثبت اثرات رامخې ته كېدې شي۔ په دې موقعه د سندھ ګورنر ووئيل صوبه كښې به د كوم فرق نه لرې پرمختيائي كارونه پېل كولې شي۔ هغه ووئيل د اقتصادي حب پرمختګ لپاره وزيراعظم بشپړه ګامونه پورته كوي۔ هغه ووئيل ښار ته د څښلو پاكو اوبو رسنې له به ستره منصوبه KـIV ډېره زر ترسره شي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل د كر??چۍ پرمختګ لپاره وزيراعظم په خصوصي توګه هدايات جاري كړي دي په كومو چې د خزانې و??ارت عمل درآمد كوي۔ وفاقي وزير میاں محمد سومرو ووئيل د صوبې پرمختګ لپاره د وزيراع??م ويژن خوشبينه دے۔ فوزيه ارشد ووئيل اعلی زده كړو ته وده وركول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔