اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي)خار??ه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان او مصر دوه اړخيزه اړيكو مستحكمولو ٬ رابطو زياتولو او شريكې تګلارې خپلولو ته صلاح شوي۔ د زيارت په ??رځ د مصر دورې او سيمه ايز صورتحال په حقله خپل يو بي??ن كښې خار??ه وزير ووئيل د پاكستان خار??ه وزير نهه كاله پس د مصر دوره كړې۔ زه په دې وئېلو خوشحالي محسوسوم٬ چې د تېرو لسو كلونو نه د پاكستان او مصر د تعطل ښكار اړيكې يو وارې بي?? بحال شوي ۔ هغه وئيل پرون مې د مصر صدر عبد الفتاح السيسي سره په زړه پورې ملاقات شوے۔ ملاقات كښې هغه پاكستان لپاره د قدر وړ جذبو څرګندونه كړې او د وزيراعظم عمران خان ستائنه كړې ۔ هغه ووئېل د مصر صدر د اسلامي نړۍ په اړه خپل ويژن څرګند كړے او ما سيمه ايز او د منطقې صورتحال هغه ته وړاندې كړے۔ ما د مصر خپل همڅنګ سامح شكري سره هم ملاقات كړے او هغه سره مخې د پلاوې په كچه خبرې هم شوي ۔ هغه ووئيل د دې دورې نه پس به د مارچ په مياشت كښې په اسلام آباد كښې د پاكستان او مصر ترمينځه د اعلٰی كچ سياسي كمېشن مشاورتي غونډه كېږي او د اپرېل په دوهمه اونۍ كښې به زم??نږ جوائنټ چيف آف سټاف مصر ته ځي او زم??نږ دفاعي اړيكې به مخ په وړاندې بي??ئې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د مصر خار??ه وزير به د روژې مياشتې نه پس د پاكستان دوره كوي او ما سره به د شريكو وزارتونو د غونډو مشري كوي٬د دې نه علاوه مئي/جون كښې كېدونكې د هوابازۍ مشقونو كښې پاكستان ته بلنه وركړې شوې٬پاكستان به په دې مشقونو كښې ګډون كوي۔ هغه ووئېل د مصر خار??ه وزير ما د پاكستان انګېج افريقه پالېسۍ او د پاكستان په ترسيلات زر كښې د زياتوالي نه هم خبر كړے۔