پېنډۍ ۔24جنوری (اے پی پی) ?? كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي د اس??ائيل د تسليمولو سوال هم نه پېدا كېږي۔ مولانا فضل الرحمن بندې ګلۍ ته روان دے۔ كه پي ډې اېم لانګ مارچ كوي نو مونږ به ورته هركلې وايؤ۔ دوئي دې نه نېټه وښائي۔ بلاول بھټو دې يو وارې نه سل وارې تحريك عدم اعتماد راوړي۔ عمران خان به خپله 5 كلنه موده ترسره كوي۔ د روان كال په مهال به ګراني او بې روزګاري قابو كړؤ۔ شهباز شریف 7نيم لكه ډالره نېب ته وركړي۔ پېنډۍ كښې دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د كشمير آزادۍ لپاره چې كوم كار وزيراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو او نړۍ كښې كړې دے هغه چا نه دي كړې۔ هغه ووئيل مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند به خپلې مسئلې په خپله هوارې كړي ولې ماته فكر د مولانا فضل الرحمن دے هغه بندې ګلۍ ته روان دے او هغه سره به دھوكه وشي۔ زه هغه ته وئيل غواړم چې د مدرسې ماشومان سبق ته پرېږدي او راځۍ چې يو ځائې د ختم نبوت ٬ د كشمير آزادۍ او د اس??ائيل په ضد لاريونونه وباسؤ۔ هغه ووئيل ته څل??ر تورونه لګوې۔ د يهوديت ٬ د ختم نبوت ٬ د كشمير او اس??ائيل۔ په دې څل??رو مسئلو ټوله پېنډۍ عه?? كوي چې نړۍ د يو ځائې نه بل ځائې ته كېدې شي ولې په دې كله مفاهمت كېدې نه شي۔ هغه ووئيل ما وړاندې وئيلې وو چې پي ډي اېم به اس??عفی نه وركوي۔ په ضمني او سېنېټ ټاكنو كښې به برخه اخلي۔ زه هغوي ته وايم نې??ه راكړۍ د لانګ مارچ زه به مو هركلې كوم۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاناما نه وروسته پاناما ټو راغلې ده۔ ماته معلومه نه وه چې شهباز شريف نېب ته 7 نيم لكه ډالره وركړې دي۔ هغه ووئيل داخله وزارت د هر يو تن دے۔ لوئے څښتن ماته 15م وزارت راكړے دے۔ مونږ د برادارۍ او فرقو سياست نه دے كړے۔ هڅه مو كړې چې په تاسو او په دې ښار ?? كوم قبضه ګروپ ٬ بدمعاش او د تھاڼې د چوهدراهټ نامه نه وي۔ دا ھڅه به روانه ساتؤ۔ د خطاب په پايه كښې هغه پي ډي اېم ته پېغام وركړو چې ضمني او سېنېټ ټاكنو كښې تاسو برخه اخلۍ ٬ اس??عفی نه وركوۍ نو بيا خبره ختمه شوه۔ ولې تاسو په لانګ مارچ هم لږ سوچ وكړۍ دغسې چې پرده مو په ځائې پاتې شي