اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي حكومت د تل پاتې پرمختيائي هدفونو2030 ترسېوري لاندې د بې وزلۍ كمولو او ?? روغتيا آسانيو زياتولو عزم لري۔ لرې پرتو سيمو ته ?? روغتيا د آسانيو رسول ډېر مهم دي۔ د مور او ماشوم د خوراك په كمي قابو موندلو له پروګرام پېل كړے شوے۔ ?? مور صحت له د بچو زېږولو كښې دمه ډېره ضروري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر د زيارت په ورځ د قومي زچګي سروے په اړه وېبنار ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل په ښكته كچه د نېشنل هېلت سروسز ٬ پرائمري هېلت او سېكنډري هېلت آسانيو رسنه ضروري ده۔ هغه ووئيل غوره منصوبه بندۍ له مستندې شمېرې ضروري دي۔ هېواد كښې د هېلت وزټرز غوره نظام موجود دے چې د لارې ئې مصدقه معلومات ترلاسه كېدے شي۔ صدر ووئيل موجوده حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د صحت څانګې پياوړې كولو عزم لري۔ هغه ووئيل موجودہ حکومت د تل پاتې پرمختيائي هدفونو2030 ترسېوري لاندې د بې وزلۍ كمولو او ?? روغتيا آسانيو زياتولو عزم لري۔ هغه ووئيل پرله پسې لاسونه وينځول او د حفظان صحت په اصولو عمل كولو سره د متعدي رنځونو څخه ځان ساتلے شوؤ۔ صدر ووئيل صحت مند ژوند له ښه خوراك ضروري دے۔ ??كومت ټولنه كښې صحت سره د اړوندو مسئلو په اړه شعور بېدارولو له د علماﺀ كرامو په شمول د ژوند نورو څانګو سره ت??لق لرونكو پوهانو سره رابطه كښې دے۔ په آبادۍ قابو موندلو له مهم ګامونه پورته كړې شوي۔ هغه ووئيل د كورونا وباﺀ په مهال د ټېلي هېلت سسټم او انټرنېټ د لارې رابطې ت?? وده ترلاسه شوې۔ د کورونا وباﺀ په مهال ?? روغتيا او زده كړو په څانګه كښې د انټرنېټ استعمال زيات شوے۔ هغه ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كورونا وباﺀ په مهال د معلوماتو په وخت رسنې د لارې ?? روغتيا مسئلې په غوره ډول حل كولو له پياوړه تګلاره خپله كړې شوې۔﴿