اسلام آباد۔8 دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) منصوبې ترسره كېدو سره به هېواد كښې د پرمختګ او ??وكالۍ يو نوے دور پېل شي چې ورسره به د اولس د ژوند معيار كښې مثبت بدلون رام??ے ته شي او ?? روزګار موقعې به په لاس راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ د سي پېك اتهارټي چيئرمېن جنرل (ر) عاصم سليم باجوه سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ سپیکر اسد قېص?? ووئيل چې سي پېك د هېواد د پرمختګ او ??وكالۍ منصوبه ده د دې ترسېوري لاندې خېبر پختونخوا كښې د روانو منصوبو په وخت ترسره كېدل د وخت مهم ضرورت دے۔ هغه زياته كړه چې د سي پېك ترسېوري لاندې د روانو منصوبو ترسره كېدو سره به د پرمختګ او ??وكالۍ نوے دور پېل شي۔ د رشكۍ اكنامك زون سره به سيمه كښې اولس ته د روزګار نوې موقعې په لاس ورشي۔ هغه ووئيل سي پېك سره به تج??رت سره سره د سفر آسانۍ هم رامخې ته شي۔ سپيك?? ووئيل د ډېره اسماعيل خان موټروے او چشمه رائټ بې??ك كنال منصوبې ترسره كېدل د وخت مهم ضرورت دے۔ د سی پیک اتھارټی چیئرمېن عاصم سلیم باجوہ سپیکر د سي پېك ترسېوري لاندې روانو منصوبو په اړه او په خاص توګه خېبر پختونخوا كښې د روانو منصوبو تفصيلاتو نه خبر كړو۔ هغه ووئيل د رشكۍ اكنامك زون پرانسته به ډېر زر وكړې شي۔ هغه ووئيل په ډېره اسماعيل خان موټروے او ?? سي پېك په نورو منصوبو به ډېر زر كار ترسره شي۔ هغه سپيكر ته باور وركړو چې د ډېره اسماعيل خان موټروے او چشمه رائټ بې??ك كنال په شمول د نورو روانو منصوبو زر تر زره ترسره كولو له به ټول وسائل كارولې شي۔ هغه ووئيل د سي پېك ترسېوري لاندې د روانو منصوبو سر ته رسېدو سره به د خېبر پختونخوا صوبې صنعتي څانګه كښې تج??رت او ??رمايه كارۍ كښې بدلون رامخې ته شي او ??ېبر پختونخوا به د دې مركز جوړ شي۔