اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ته د اېنټي ناركوټكس فورس ډائرېكټر جنرل محمد عارف ملك په هېواد كښې د ن??ته اي توكو د قاچاق مخ نيوي او د اے اېن اېف د اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو. د ګل په ورځ وزيراعظم عمران خان د اے اېن اېف د مركزي دفتر دوره وكړه. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د ن??ه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزير اعظم خان سواتي او د اے اېن اېف ډائرېكټر جنرل محمد عارف ملك﴿هلال امتياز ملټري﴾ د وزيراظم هركلې وكړو. وزيراعظم د شهيدانو په يادګار ګلونه وغوړول او فاتحه خواني ئې وكړه. د دې نه پس وزيراعظم د اے اېن اېف د نوې ودانې پرانسته وكړه. وزيراعظم د اے اېن اېف د مركزي دفتر د ودانې دوره هم وكړه. په دې موقع د اېنټي ناركوټكس فورس ډائرېكټر جنرل محمد عارف ملك په هېواد كښې د ن??ته اي توكو د قاچاق مخ نيوي او د اے اېن اېف د اقداماتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو. وزيراعظم د كال 2019 او كال 2020م په مهال د ن??ه اي توكو ريكارډ مقدار په قبضه كښې په اخستلو د اے اېن اېف د هڅو ستائنه وكړه. وزيراعظم عمران خان په خپله وېنا كښې ووئيل چې د ن??ه اي توكو په پېداوار او خرڅولو كښې ككړ عناصر هېواد او ټولنې لپاره لوي خطر دي، د ن??ه اي توكو په قاچاق كښې د ككړو عناصرو په ضد سخته كارروائي ضروري ده. ده ووئيل چې د ن??ه اي توكو د لارې جوړېدونكې پېسه ناجائز ده او سره د دې هم د ټولنې لخوا په دې ذريعه پېسه جوړونكي تسليمول بدمرغي ده. وزيراعظم ووئيل چې د ن??ې عادي كسان د ټولې كورنۍ د تباهې سبب جوړېږي. په زده كوونكو كښې د ن??ه اي توكو زياتېدونكې رجحان د اندېښنې وړ دے. وزيراعظم ووئيل چې د ن??ه اي توكو په كاروبار كښې ككړو عناصرو ته به په راتلونكو نسلونو د منفي آغېز كولو او د دوي تباه كولو په ??و قيمت هم اجازه ورنه كړو. د ن??ه اي توكو په ضد د خبرتيا كمپائن ګړندې كول ډېر ضروري دي. ده ووئيل چې د ن??ه اي توكو او د نورو جرائمو په ضد ټولنې ته د خپل كردار ترسره كولو ضرورت دے او د ن??ه اي توكو په ضد به ډېر زر ټول وزارتونه او اړوند ډلې يو موټې كولو سره دا بدي له مېنځه وړو. وزيراعظم ووئيل چې د اے اېن اېف د چېلنجونو په استعداد كښې د كمي نه خبر يو. ده د ن??ه اي توكو په ضد او د محكمې وظيفه اي ضروريات پوره كول?? لپاره د هر ډول مرستې باور وركړو.