اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز د مزار قائد په معامله په وسله والو ځواكونو كښې د خود احتسابي د عمل ستائنه كولو سره وئيلي دي حكومت د دې پرېكړې قدر كوي، كه د سندھ پوليس په وخت اېف آئي ار درج كړے ؤ نو معامله به دومره نه پېچلې كېده، اوس دا د سند?? حكومت ذمه واري ده چې په ھغه مهال كومو پوليس افسرانو د احكاماتو نه س??غړونه كړې وه د ھغوي په ضد كاروائي وكړي ٬ سندھ كښې هم د قانون بر لاسے پكار دے ۔ د نهې په سېنېټر ورځ شبلي فراز د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال د پاك پوځ د کورټ ??ف ??نکوائري رپورټ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل وسله وال پوځ يوه منظ??ه اداره ده، د مزار قائد په معامله د پوځ دننه د خود احتسابۍ عمل حركت كړے او د دې نه پس دوه افسران د چوكو نه اخوا كرې شوي او د دې عمل وفاقي حكومت ستائنه كوي۔ ده ووئيل دې افسرانو د اولس په فشار د سندھ آئي جي سره رابطه كړې وه٬ كه اړوند اېس اېچ او د دې معاملې زر تر زره اېف آئي آر درج كړے ؤ نو معامله به دومره نه پېچلې كېدله ۔ ده ووئيل د سند?? حكومت هم د دې معاملې انكوائري كوي، ھغه رپورټ راتلل پاتې دے خو د سند?? حكومت نه پوښتنه كوٶ چې صوبائي حكومت او د سندھ آئي چي د ھغه پوليس افسرانو په ضد څه كاروائي كړې چا چې د كار كولو نه س??غړونه كرې وه ٬ ده ووئېل غلط ته غلط وئيل سمه خبره ده٬ په نظر راتلل پكار دي چې هر خوا احتساب كېږي