لاهور 15 اکتوبر (اے پي پي) قامي خزانې لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ع??د الحفيظ شېخ وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت هېواد ديواليه كېدو نه بچ كړے٬ د ماضي واكمنو د غلطو پاليسو په سوب د هېواد معيشت تباهۍ سره مخ شوے ٬ تعميراتي څانګې له حكومت تاريخي پېكج وركړے٬ د كرنټ اکاٶنټ خساره كښې كمے د حكومت د كاميابه پاليسو نتيجه ده٬ د بزنس كميونټي د مسئلو حل لپاره ټول ترلاسه وسائل كاروٶ‘ نن پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان شوے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ??يا??ت په ورځ ګورنر هاٶس لاهور كښې د بزنس کميونټي پلاوي سره په خبرو كښې كړې۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور‘ د خزانې صوبائي وزير هاشم جواں بخت او د چېمبر آف کامرس اينډ انډسټري صدر او نور عهدېدار هم موجود وو۔ ده ووئيل پخوانو دورونو كښې د ناقصه منصوبه بندۍ په سوب د هېواد برآمدات د زيرو نه هم كم شوي او د هېواد صنعت زيان سره مخ شوے۔ عبدالحفيظ شېخ ووئيل آئي اېم اېف سره مو مراجعه د شوق نه نه بلكې د مجبورۍ نه كړې٬ د مشکل معاشي صورتحال نه وتلو لپاره حكومت له سختې پرېكړې كول وو خو اوس چارې تر ډېره حده ښې شوي۔ده ووئېل د پاكستان د مستحكم معيشت اعتراف نن ټوله نړۍ كوي‘ داسې معاشي اقدامات كوٶ چې ورسره كوټلې او مستحكم معيشت رامخې ته شي او حكومت څخه تړلې اميدونه سر شي۔ ده ووئيل ځوانانو ته د روزګار يو ډول موقعې وركولو لپاره حكومت موثره اقدامات كوي۔ عبدالحفيظ شېخ ووئېل د كرونا په سوب حكومتي قرضې ??يا??ې شوي٬ حكومت 5 زره ار??ه روپۍ قرض وركړے ‘ بهرنۍ خساره د 20 ار??ه ډالرو نه 3 ار??ه ډالرو ته راغلې ‘نان ټېکس ريونيو د 11 زره ار??ه نه 15 زره ار??ه ته رسولې شوې ۔ ده ووئيل د غنمو بيعه كښې د اضافې بنيادي سوب د هېواد د پېداوار نه ??يا?? طلب دے چې په سوب ئې غنم د بهر نه راغوښتل وي٬ ده ووئيل حكومت خرڅونه كمولو او ټېكس كولېكشن ??يا?? كړے ۔ ده ووئيل د ذخيرہ اندوزو او مصنوعي ګراني پېدا كوٶنكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي٬ د ګرانۍ كمولو په اړه وزيراعظم عمران خان هم خپله مانيټرنګ كوي، حکومت به ډېر زر په ګرانۍ قابو ومومي