اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) ص??ر مملکت ډاکټر عارف علوي د ګل په ورځ د كوېت نوي امير شېخ نواف الاحمد الجابر الصباح سره په کوېت سټي كښې وليدل او ھغه سره ئي د قطر امير ارواښاد شېخ صباح الاحمد الجابر الصباح په مړينه غمرازۍ ښكاره كړه۔ د ايوان صدر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ص??ر مملکت د ګل په ورځ سهار كوېت ته ورسېد او د پاكستان حك??مت او اولس لخوا ئې د كوېت مشرتابه او قام سره د كوېت امير په مړينه د غم دړد او خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ ص??ر مملکت عارف علوي ارواښاد امير شېخ صباح الاحمد الجابر الصباح د پاکستان مخلص او ازمائيلې شوې ملګرې ګرځولې چا چې د دواړو هېوادونو اول?? نزدې راوستلو لپاره د قدر وړ كردار لوبولې۔ ص??ر مملکت ووئيل سيمه ايز امن٬ استحكام او د دوه اړخيزه اړيكو په تناظر كښې به د ارواښاد شېخ صباح الاحمد الجابر الصباح هلې ځلې تر ډېرې مودې يادې ساتلې شي