اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی)خار??ه وزير مخدوم شاه محمود قریشی د اسلاموفوبیا زيات شوةي رجحان په ضد خپل غبرګون كښې د فرانسیسی میګزین چارلی هیبډو غندنه كولو سره وئيلي دي د دې ګستاخانه خاکو اشاعت سره د كروړونو مسلمانانو جذبات مجروح شوې۔د زيارت په ورځ يو وډیو پیغام كښې خار??ه وزیر ووئيل زه د خپل اړخه او پاكستان حکومت د اړخه د فرانسیسی میګزین چارلی هیبډو غندنه كوم۔ د هغې د اړخه شائع كړو ګستاخانه خاکو په وجه د كروړونو مسلمانانو جذبات مجروح شوي او وګړي مشتعل شوي ٬ د دې چې څومره هم غندنه وك??ې شي كمه ده۔ مونږ ته ښكاري چې اسلاموفوبیا، نسل پرستی، او زینوفوبیا رحجان په نړۍ كښې زياتيږي۔ ده ووئيل پاکستان په هر يو نړيوال ??ورم به دا مسئله پورته كوي۔ وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خطاب کښې هم دا معامله په ګوته كړې او نړۍ څخه ئې غوښتنه كړې چې د دې مسئلې مخنيوي وك??ي۔ ده ووئېل په نړيواله كچه بايد ټول دې پلو پام وك??ي دغسې چې د دې ډول رحجانات مخنيوے وك??ے شي ۔ خار??ه وزیر ووئيل پاکستان يو جمهوری هيواد دے ٬ مونږ د رايو څرګندونې په آزادۍ باور لرو خو د رايو څرګندونې آزادۍ مطلب دا نه دے چې د نورو د زړه آزارۍ لائسنس وركړے شي ۔خار??ه وزیر ووئيل هيله لرو چې نړيواله ورورولي به په سمدستي توګه د دې مسئلې مخنيوي وك??ي۔ د پاكستان حکومت د فرانس حکومت د خپل تشویش څخه خبر كړے۔ ده ووئېل مونږ خپل جذبات د فرانس حکومت ته د سفير د لارې رسولې دي