سرینګر 03 اګست (اے پی پی) په مقبوضه كشمیر كښې سینئر حریت لارښود پروفیسر عبدالغنی بټ وئيلي دي چې كشمیریان د تيرو 70 كلونو راهسې د هندی ظلمونو سره مخ دي، ریاست پولیس اسټیټ كښې بدل كړے شوے، د كوروناوائرس وبا په مهال هم مقبوضه كشمیر كښې انسانی حقوق پرله پسې خلاف ورزی كيږي او انټرنیټ په شان لازمی سروسز تيرو 11 مياشتو راهسې بند دے۔ د كشمیرمیډیا سروس له مخې پروفیسر عبدالغنی بټ د لوئ آختر په موقع بارهموله ضلع كښې د خپل پلار نيكه س??مې بوټینګو سوپور كښې وګړو ته وينا كښې ووئيل كشمیر پولیس اسټیټ كښې تبدیل كړې شوے۔ ده ووئيل كشمیریانو د كشمیر كاز په خاطر خپل بچي قربان كړې۔ پروفیسر عبدالغنی بټ سوره لهب آ??ات وضاحت كولو سره ووئيل لوے څښتن ظالم نه خوښوي او ظلم به په هر حال كښې ختميږي۔ ده ووئيل نيمهخ اوچه د يو لوئ بحران سره مخ ده ځكه هند او چین يو بل ته مخامخ شو?? او معیشت كمزورې شوي۔ده ووئيل مونږ له د نيم?? اوچې د سباؤن حفاظت كولو ته اړټيا ده۔ ده ووئيل محفوظ سباؤن لپاره ټولې شخړې یعنی د كشمير شخړې حل كولو ته اړتيا ده او دا نهغه وخت كيدې شي كله چې هند خپله متكبرانه رویه پريږدي او دا حقیقت اومني چې د كشمير شخړې ا??نا??ه حل د نيم?? اوچې سلامتیا ،پرمختګ او څوكالۍ ضمانت دې