اسلام آباد ۔ 20 جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيال او د سي پېك چيئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوہ وئيلي دي په تېرو 10 ورځو كې د 4 ملينه ډالرو سرمايه كاري شوې۔ حویلو نه تر تھاكوټ روټ به ډ??ر زر پرانستلے شي۔ چرته هم د سي پېك كار بند نه دے بند شوے۔ ګوادر كښې په 2400 اېکړه انډسټریل زون دے په كوم چې اولنۍ 7 كارخانې جوړې كرې شوي۔ د ګل په ورځ د کنوینیر سې??ېټ?? شیری رحمان په مشرۍ كښې سي پېك اړوندې خاص كمېټۍ غونډه وشوه۔ كمېټۍ ته عاصم سليم باجوه ووئيل د اقتصادي راهدارۍ په نوې لوئيديز روټ كار روان دے۔ په هوشاب ۔آواران موټروے به كار ډ??ر زر پېل شي۔ د اېم اېل ون منصوبې تر سېوري لاندې د رېلوے ټرانسمېشن نظام به بدل كړے شي۔ ده ووئيل د ??وه??له د 1120 مېګاواټ پروجېكټ لوظنامه شوې ۔ ډی آئی خان نه تر ژوب سړك په جوړېدو كار روان دے چې ورسره به اسلام اباد نېغ په نېغه ژوب سره وتړلے شي۔ ده ووئيل ګوادر كښې سوشل س??كټ?? كښې روغتون او ووكېشنل سېنټر جوړ كړے شوي۔ ده ووئيل مونږ د قرض نه زيات زور په سرمايه كارۍ راوړو۔ ده ووئيل رشكۍ كښې به په يو زر ا??كټ??ه اقتصادي زون جوړولې شي۔ خېبر پاس اقتصادی لنک جوړولے شي۔ عاصم سلیم باجوہ ووئيل د رشکئی خاص اقتصادي زون پرانسته به ډېره زر وكړې شي۔ غونډه كښې سې??ېټ?? عتیق شیخ، سې??ېټ?? عثمان کاکړ، سې??ېټ?? محمد اکرم، سې??ېټ?? غوث محمد خان، سې??ېټ?? ډاکټر اسد اشرف ، سې??ېټ?? سراج الحق، سې??ېټ?? نزهت صادق، سې??ېټ??ستارہ ایاز، سید محمد علی شاہ جاموټ او د سې??ېټ?? میر کبیر احمد په شمول د وزارت اعلی چارواكي هم موجود وو