اسلام آباد ۔ 15 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې پاكستاني??نو خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري متحده عرب امارات كښې د ګېرو پاكستاني??نو په نامه خپل وېډيو پېغام كښې خواست كړے چې څوك كور دي هغه دې ??ي الحال دغلته پاتې شي۔ پاكس??ان په يوه اونۍ كښې د دوه زره كس??نو راوستلو صلاحيت لري ٬ له دې ??بله كوم كسان چې د ټرانزټ فلائټس، وېزې ختمېدو يا د ملازمتونو ختمېدو په سبب فكر مند دي هغوي په ترجيحي بنيادونو خپل هېواد ته رارسولې شي۔ ده ووئيل متحدہ عرب امارات كښې د موجوده پاكستاني??نو د ستونزو اندازه لرؤ او له دې ??بله پاكستانۍ سفارتخانې خلقو ته راشن رسولو له متحرك دي۔ ده ووئيل دبئی كښې د كرفيو په سبب ستونزې رامخې ته شوي ولې ابوظهبي كښې حالات څه نه ??ه ښه دي۔ ده ووئيل پاكس??ان دا ??ها?? دومره وسائل نه لري چې ټول بېرته راولي۔ ده ووئيل متحدہ عرب امارات څخه به يو فلائيټ د روانې مياشتې په 18 مه نېټه راځي۔ 18 اپرېل څخه وروستو به د فلائټس په اړه شېډول يو وارې بيا جاري كولې شي۔ ده ووئيل د كومو هم ستونزو په صورت د سمندر پورې پاكستاني??نو وزارت سره خپلې ګېلې درج كولې شې