ننکانه صاحب۔ 30 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز شاه وئيلي دي ننكانه صاحب كښې د يوې كورنۍ په 10 كسانو كښې د كورونا وائرس تشخيص شوې۔ دو??ي اوس اوس د سعودي عربستان سفر كړې ؤ ۔ دو??ي نه ځانله دوه كسان د تبليغي جماعت دي۔ د دې كېسونو رامخې ته كېدو نه سمدستي وروستو د يادې شوې سيمې ټول اوسېدونكي تر 14 ورځو قرنطينه كړې شوي ۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري بيان له مخې د كورنيو چارو وزير ووئيل ضلعی انتظامیې ټولو ځپليو كسانو ته د خوراك څښاك سامان د دو??ي تر كورونو رسولې او تر دې دمه په بل كوم وګړي كښې د وائرس علامات نه دې ښكاره شوې ۔ ده ووئيل ننكانه صاحب كښې درې نور فيلډ روغتونونه جوړ كړې شوي كوم چې د 160 كسانو د درملنو ګنجائش لري۔ دې سره سره 17 قرنطینه مركزونه هم جوړ كړې شوي چرته چې 1600 وګړي پاتې كېدې شي۔ دغسې په جوړو كړو آئیسولېشن مركزونو كښې 53 كټونه لګولې شوي ۔ 4 هائی ډپېنډېنسی یونټ هم جوړ كړې شوي كوم چې د وېنټي لېټرز آسانۍ هم لري۔ اعجاز شاہ ووئيل مونږ د اولس خفاظت له ټول ممكنه ګامونه پورته كوؤ۔ اولس ته خواست كوم چې كورونو كښې پاتې شي او حكومت سره مرسته وكړي۔ ده ووئيل د دې وائرس مقابله يوازې احتيا?? كولو سره كېدې شي۔ ده ووئيل دې وائرس څخه يرېدل نه بلكې جنګ كول دي۔ ده هيله ولر??ه چې ډېر زر به په دې وائرس قابو اومومو۔ ده دعا وك??ه چې لوے څښتن دې ټول په خپل حفظ او امان كښې اوساتي