اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) وفاقي پارلماني سېكتر صالح محمد خان سواتي وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د هزاره موټروے د فېز ټو پرانسته كوي٬ د هزاره موټروے پروژه د حكومت لخوا د هزاره اولس لپاره ډالې د??۔ اے پي پي سره په خبرو كښې د?? ووئيل چې د 180 كلوميټره هزاره موټروے دوه برخې ترسره شوې د?? او دريمه برخه به ئې د كال 2020م د مارچ ترمياشت ترسره شي۔ دا پروژه د 34 اربه روپو ??ه لګښت ترسره كېږي ٬ په دې كښې 47 پلونه او 6 سرنګونه شامل دي۔ دې پروژې سره به سېلګري هم وده وكړي۔ د پرانستې په دستوره كښې به د خېبر پښتونخوا ګورنر٬ وفاقي وزيران٬ د قومي او صوبائي اسمبلې غړي ګډون كوي۔