اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د اسلام آباد په نوي هوائي مېدان د اے اېس اېف اهلكارو لخوا مسافرو سره د بداخلاقۍ د پېښې نوټس واخستو سره د اړوند چارواكو په ضد د سختې كاروائۍ امر كړې دې۔ د شورو په ??رځ د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم د ریاض څخه د پېښور د پرواز د پېښې عبوري راپور په ترلاسه كېدو د هوابازۍ ډويژن ته د اړوند چارواكو په ضد د كاروائۍ امر كړې دې او د هوائي مېدان من??جر طاهر سكندر ٬ ډيوټي ټرمينل من??جر ظهر او د ملك اكرم د معطل كولو پشمول د صورتحال په وظيفائي توګه په مخنيوي كښې په پاتې را??لل?? د دغه چارواكو په ضد د انضباطي كاروائۍ امر كړې دې٬ د اسټېشن من??جر پي آئي اے اسلام آباد پروېز نصير او د ھغه ټوله ډله معطل كولو سره د دوي په ضد د انضباطي كاروائۍ پېل كولو هم امر شوې دې۔ په دې لړ كښې د برېګېډيئر عرفان ظفر په مشرۍ كښې انكوائ??ي بورډ جوړ كړې شوې دې٬ دا بورډ به د پاكستان آرمي اېكټ 1952 له م??ې په پېښه كښې د ككړ كسانو په ضد لس ورځو كښې انكوائ??ي بشپړوي۔ سول ایوی اېشن، پي آئي اے او اے اېس اېف ته په سمدستي توګه د وزیراعظم په امر د عملدرامد كولو امر كړې دې