اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيل?? دي چې د نو??ز شريف سزا ختم شوې نه ده٬ په طبي بنيادونو ريليف وركړے شوے٬ حكومت د نو??ز شريف روغتيا لپاره دعا كوي٬ نو??ز شريف په خپله مرضې چې كوم ځائ غواړي علاج كولې شي٬ عدالت د مېډيكل بورډ په تجويز نو??ز شريف ته ضمانت وركړے٬ِ وزيراعظم يا حكومت دې كېس سره نېغ په نېغه كوم تعلق نه لرلو۔ د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې نو??ز شريف ته د نهې تر ورځ ريليف وركړے شوے٬ په طبي بنيادونو په وركړې شوي ضمان?? كښې د روغتيا ټولې تقاضې په نظر كښې ساتلې شي۔ عدالت د مېډيكل بورډ په تجويز نو??ز شريف ته ضمانت وركړے اوِ وزيراعظم يا حكومت دې كېس سره نېغ په نېغه كوم تعلق نه لرلو۔ هغې ووئيل چې د تفصيلي پرېكړې راتللو نه پس به واضحه شي چې عدالت نو??ز شريف ته څومره ريليف وركوي۔ هغې ووئيل چې ژوند او مرګ د الله په لاس كښې دے٬ حكومت څنګه ځواب وركولې شي۔ عدالت د وفاقي حكومت نه بيان حلفي طلب كړے و۔ حكومت د عدالت نه په مېرټ د پرېكړې كولو خواست كړے و۔ نو??ز شريف د نېب ملزم دے٬ د نېب عدالتونو سزا وركړے۔ نېب خپلواكه اداره ده٬ حكومت مداخلت نه شي كولې۔ هغې ووئيل چې نو??ز شريف ته د معالجې غوره اسانيې وركول زمونږ ذمه واري ده۔ هغې ووئيل چې روغتون ته د رسولو نه پس د نو??ز شريف په روغتيا كښې بهتري راغلې۔