اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان په منطقه كښې د امن او سلامت??ا ودې په لړ كښې(نن)د نهې پھ ورځ د سعودي عرب دوره كوي۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخ?? وزيراعظم عمران خان به د سعودي عرب دورې په مهال د سعودي مشرتابه سره د خپلې اوسنۍ اير??ن دورې او ايران مشرتابه سره د مشاورت پھ رڼا كښې هم خبرې اترې كوي۔ ددې نه علاوه د دواړو هېوادونو ترمينځه په اړيكو او د منطقې په روانه وضعه هم بحث كولې شي۔ د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د شريك باور٬همغږۍ او نزدې مرستې په بنياد د ورورولۍ اړيكې دي۔ دواړه هېوادونه په روايتي توګه د يو بل د دريځ حامي دي۔ د وزيراعظم عمران خ??ن د يو كال په مهال دا د سعودي عرب درېمه دوره ده۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم عمران خ??ن د مئي او ستمبر په مياشت كښې هم د سعودي عرب دوره كړی وه او د سعودي ولي عهد د فرو??ۍ په مياشت كښې د پاكست??ن دوره كړی وه