اسلام آباد ۔ 2 اکتوبر (اے پی پی)?? قومي اسمبلۍ غونډه د كورم كمي لامله ترنامعلومه مودې وځنډولې شوه۔ د شورؤ په ورځ ?? قومي اسمبلۍ غونډې په پېل د بلوچستان نېشنل ګوند مېرمنې غړې شهناز بلوچ كورم پلو اشاره وكړه۔ په دې د پېنل آف چيئرپرسن غړي سيد فخر امام ايوان كښې د شمېرې كولو امر وكړو۔ په دې مهال د مخالفې ډلې غړو ايوان څخه واك آؤټ وكړو۔ ?? غړو د مطلوبه شمېرې په نه پوره كېدو ?? قومي اسمبلۍ غونډه تر نامعلومه مودې وځنډولې شوه چې په نتيجه كښې ئې 16 نكاتي ايجن??ا نيمګړې پاتې شوه۔ په دې كښې كراچۍ كښې د كرنټ دلاسه حق رسېدليو كسانو له د معاوضه نه وركولو ٬ د غفلت ذمه وارو ته سزا نه وركول كېدو ٬ ه??واد كښې د پوليو مخ په زياتېدونكو كېسونو او په وېكسين مخالف مهم قابو موندلو له د مناسب ګامونو نه پورته كېدو معامله ٬ دوه د پام ګرځونې نوټسونه او د بېلو قائمه كمېټيو راپورونه شامل وو۔ ?? هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټۍ پرېكړې په رڼا كښې ددې غونډې د روانې مياشتې تر 4 مې نېټې روانې ساتلو پرېكړه شوې وه