اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د ا??لاعاتو او خپرونو وفاقي سېكترې زاهده پروين وئيلي دي چې د قائداعظم محمد علي جناح ناياب تصويرونو ته د اولس رسنې لپاره به د ټول هې??اد په لويو ښارونو كښې د دسمبر په 25مه نېټه نندارتون كاروان كولې شي۔ هغې دا خبرې د ا??وار په ورځ د ا??لام آباد په اېف نائن پارك كښې د چشن آزادې په لړ كښې د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ تر سيوري لاندې د قائداعظم محمد علي جناح د ناياب عكسونو د نندارتون د دورې كولو په مهال مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع پرنسپل انفارمېشن آفيسر طاهر خوشنود او د پي آئي ډي نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ د ا??لاعاتو سېكترې ووئيل چې پي آئي ډي د قائداعظم محمد علي جناح د ناياب عكسونو پراخه ذخيره لري۔ دا عكسونه وړاندې اولس نه دي ليدلي۔ هغې ووئيل چې د قائداعظم محمد علي جناح ناياب تصويرونو ته د اولس رسنې لپاره به د ټول هې??اد په لويو ښارونو كښې د دسمبر په 25مه نېټه نندارتون كاروان كولې شي۔ د جشن آزادې په مناسبت د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ تر سيوري لاندې د باني ??اك??تان قائداعظم محمد علي جناح د ناياب تصويرونو نندارتون په اېف نائن پارك اسلام آباد كښې وشو۔ په نندارتون كښې د 70 نه زيات عكسونه كېښودل شوي وو چې پكښې د باني ??اك??تان د قيام ??اك??تان په وخت د هڅو بېلا بېل اړخونه په ډاګه كړې شوي وو۔ نندارتون سهار 9 بجې پ??ل شوے و او د ماښام تر 6 بجو پورې روان و۔