لاهور 28 جون (اے پي پي) افغان اولس مشر اشرف غني وئيلي دي وزيراعظم عمران خان او نورو مشرانو سره كامياب ملاقاتونه شوي ٬ د پاكستان او افغانستان اړيكې به په راتلونكي وخت كښې لا قوي شي٬ د لاهور د اولس نه مې چې كومه مينه او خلوص ترلاسه كړے٬ شايد چې كوم بل ځاې نه شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره د ملاقات په مهال په خپلو ??برو كښې وكړې۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر كورودانه بېګم پروين سرور هم موجود وه۔ افغان اولس مشر ووئيل د لاهور د اولس نه مې چې كومه مينه او خلوص ترلاسه كړے٬ شايد چې كوم بل ځائ نه شي۔ ده د لاهور په اړه خپل زاړه يادونه هم تازه كړل۔ په دې موقع د پاكستان او افغانستان په اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ د پنجاب ګورنر ووئيل د افغان اولس مشر دورې سره به دواړه ??ېو??دونه يو بل ته نزدې شي۔ په افغانستان كښې امن٬ پرمختګ او خوشحالې لپاره پاكستان افغانستان سره ولاړ دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې حكومت ټولو ګاونډي ??ېو??دونو سره د دوستې اړيكې غواړي۔ دواړو مشرانو د دواړو ??ېو??دونو ترمېنځه سولې لپاره ?? مرستې په زياتولو هم خبرې وكړې۔