ملتان 07 ??ون (اے پي پي﴾ خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې بايد د اختر په موقع د مقبوضه كشمير او فلسطين مسلمانان ياد وساتل شيِِ٬ د هند حكومت دې په مسلمانانو ظلم بند كړي۔ په ملتان كښې د اختر لمونځ نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې نن د زړونو ترمېنځه د فاصلې كمولو ??و د زړونو جوړولو ورځ ده۔ ??ايد مونږ هڅه وكړو چې د خلقو تكليفونه ختم كړو چې دغسې په رښتينې معنٰي كښې مو خوشحالې نصيب شي۔ ده ووئيل چې نن د شهيدانو يادولو ورځ هم ده۔ ?? يوې پوښتنې په ورځ كښې ده ووئيل چې زه د هند مسلمانانو ته د اختر مباركي وايم كوم چې هلته د اقليت په حېث ژوند تېروي۔ ده ووئيل چې هند دې په مسلمانانو ظلم بند كړي۔