اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی د پاکستان او پولینډ ترمينځه د پارلمانی څانګو پشمول ګڼ اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاکستان پولینډ سره دوه اړخيزه تجارتی، دفاعی، سماجی او پارلمانی رابطې لا زياتولو له خوښې لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پارلیمنټ هاؤس كښې د پولینډ سفیر پیوټر اے اوپلینسکی سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او مرستې ته په ??ا وده وركولو د خیالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چیئرمېن د پولینډ سفیر ته هركلې وئيلو سره په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه ش??يك?? رابطو زياتولو له ??راخه ګنجائش شته۔ ده د پاکستان او پولینډ ترمينځه په نړيوال فورمز مرسته د ډاډ وړ ګرځولو سره ووئيل د پولینډ او پاکستان پارلمانونو ك??ې د موجود ملګرتيا ډلو د لارې ش??يك?? اړيكو ته ??ا وده وركړې كيدې شي۔ د پولینډ سفیر ووئيل پولینډ د معدنیات او دفاع په څانګو ك??ې مرستې ته د ودې وركولو خوښې لري او پاکستان سره د ملګرتيا خپل يو تاريخ هم لري۔ ده د سېنېټ چیئرمېن ته د تیلو او ګاز په څانګو ك??ې د كار كوونكو کمپنیو په اړه ووئيل د توان په اړه د مرستې كولو پراخه ګنجائش شته۔