اسلام آباد 14 نومبر (اے پی پی) پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئېلي دي د كوئټې هوائي مېدان 72 فيصده كار بشپړ شوې٬په وخت د كار نه بشپړېدو په وجه د منصوبې لګښت 2.6 اربه روپو څخه زيات شوې٬د كوئټې هوائي مېدان زر تر زره بشپړولو له اقدامات كوو٬دا معامله به كتل وي چې تېرو لسو كلونو كښې كوم فنډ بلوچس??ان له وركړې شوې هغه سم كارولې شوې يا نه۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پام راګرځونې نوټس په ځواب پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان ووئ??ل تېر وخت كښې چا هم بلوچس??ان ته سمه پام لرنه نه ده كړې٬كومې كمزورۍ چې پاتې شوي هغه به لرې كولې شي۔ده ووئيل د كوئټې هوائي مېدان په اړه چې كوم سناتور معامله پورته كړې د هغه تعلق د مركزي حك??مت حليف ګوند څخه ؤ ۔څلور لكه مسافر د كال د كوئټې هوائي مېدان څخه پرواز كوي او دا 16 لكو ته د رسولو منصوبه وه۔ علي محمد ووئېل دا پروژه پھ وخت بشپړه نه كړې شوه٬د پروژې لګښت 2.6 ارب روپو ته رسېدلې نن چې كوم سناتور معامله پورته كوي بايد هغه دا پوښتنه د هغه وخت حك??مت څخه كړې وه