اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به نن په لاهور ك??ې د كور نه بغېر تر اسمان لاندې ژوند تېرونكو لپاره د پناه ځائ جوړولو د پروژې د بنياد تيګه ږدي۔ د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د لاهور ښار په بېلا بېلو ځايونو كښې خلق په لويه شمېره په فټ پاتونو او نورو ځايونو د كور نه بغېر شپې تېروي٬ د داسې خلقو د شمېر په اړه بېلا بېلې ??ندازې لګول شوې دي۔ د كور نه بغېر تر اسمان لاندې ژوند تېرونكي داسې خلق زياتره د داتا دربار٬ ريلوے سټېشن په خوا او شا سيمو٬ اچهره او چوبرجي او نورو ځايونو كښې ليدل كېدې شي۔ داسې خلق بنيادي اسانيو د مثال په توګه پاك اوسېدو٬ جامو وينځلو٬ په محفوظه توګه د شپې تېرولو او ابتدائي طبي مرستې لپاره موزون ځائ ته ضرورت لري۔ وزيراعظم په لاهور ك??ې د چې كوم پناه ځائ د بنياد تيګه ږدي٬ د دې مقصد د داسې خلقو د عزت نفس بحالي٬ د ضرورت مندو خلقو ضرورت پوره كول٬ محفوظ ځايونه جوړول٬ دوي ته ??رپېښ خطرات كمول او د وګړو او رياست د سماجي ذمه وارې دائره پراخا كول دي۔ د پناه ځائ په ودانې كښې به د ځائ غوره استعمال كولې ??ي چرته به چې ټولې ??سانيې جلا جلا موجود وي۔ سادګي او غوره كاركردګي باروري كولو لپاره به جديد او بنيادي ډيزائن كارولې ??ي۔