نيويارك 10 نومبر(اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پا??ست??ن سفيرې مليحه لودهي وئيلي دي چې بايد ملګري ملتونه د يووالي نظام څخه ګڼ اړخيزه نظام ته د زياتېدونكي خطر له امله په ټوله نړۍ كښې د امن نظام لپاره د محرك په توګه كردار ترسره كړي۔ په سلامتي كونسل كښې د ګڼ اړخيزه نظام په اړه په بحث كښې د پا??ست??ن سفيرې مليحه لودهي ووئيل ??ې د ملګرو ملتونو په قواعدو عمل كول زم?? د ??ېواد د خارجه پالېسې بنيادي عنصر دے۔ هغې ووئيل ??ې د ملګرو ملتونو په منشور كښې د شخړو سوله ايز حل٬ د مداخلې نه كولو٬ د هېوادونو برابرې او د دوي خپلواكې لپاره چې كوم اصول وضع كړې شوي دي٬ هغه ډېر مهم دي۔ هغې ووئيل ??ې پا??ست??ن د دې مقاصدو ترلاسه كولو لپاره په ملګرو ملتونو كښې د اصلاحاتو پوخ ملاتړ كوي۔ پا??ست??نې سفيرې عامې بهترې لپاره د شريكو اهدافو ترلاسه كولو په هڅو كښې د ملګرو ملتونو د هڅو ستائنه وكړه۔ هغې ووئيل ??ې ملګرو ملتونو د تېرو 70 كلونو په مهال امن او سلامتيا او شريك پرمختګ ته په نړيواله كچه وده وركړې خو لا ا??س هم په دې لړ كښې د نړيوالې مرستې ضرورت دے۔ غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئټرېس هم وېنا وكړه۔