نوښار 03 نومبر(اے پي پي)د دفاع وزير پروېز خټك په مولانا سميع ??لحق د قاتلانه بريد سخته غندنه كړې او وئيلې يې دي چې دا مونږ ټولو لپاره يوه لويه پېښھ ده۔د دې قتل چې څومره غندنه وشي كمه ده٬مونږ د يو قابل اس??اد٬جيد عالم او د مدبر سياستمدار څخه محروم شوي يو۔ده دا خبرې د مولانا سميع ??لحق زوي مولانا حامد الحق سره د غمرازۍ په موقع په خبرو كښې وكړې۔پروېز خټك ووئيل چې د مولانا سميع ??لحق پشان شخصيات د پېړو نه پس پېدا كېږي٬د ده وفات ټول قام او امت لپاره لويه پیښه ده۔مولانا سميع ??لحق نه يوازې يو عالم دين بلكې يو بهترين انسان هم وو۔پاكستان او اسلام لپاره به د ده خذمات تل ياد ساتلې شي۔مولانا سميع ??لحق په منطقه ??ښې امن لپاره بشپړه كردار ترسره كولو۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رح?? په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي