اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له مخې د پ??كس??ان اټامك انرجي كميشن پرمختيائي چارو لپاره تر اوسه 4 اربه 62 كروړه 86 لكه 60 زره روپې فنډ جاري كړے۔ حكومت د روان ??الي كال په مهال د پ??كس??ان اټامك انرجي كميشن پرمختيائي چارو لپاره 30 اربه 42 كروړه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت په اسلام آباد كښې د اټامك انرجي كېنسر روغتون نوري اپ ګرېډېشن لپاره 29 كروړه 70 لكه روپې٬ په نېشنل سنټر فار فزكس كښې د آر اېنډ ډي لېبز اپ ګرېډېشن لپاره 5 كروړه روپې٬ په ??ها??لپور٬ كراچې٬ لاهور او اسلام آباد كښې د كېنسر روغتونونو ته آلات وركولو لپاره ه3 كروړه 15 لكه روپې٬ نېشنل ټوكيومنك فيوژن پروګرام لپاره 3 كروړه 32 لكه روپې٬ د خېبر پښتونخوا په كرك ??لع كښې د مائننګ پروژې لپاره 16 كروړه روپې٬ د كراچې كوسټل پاور پروژې لپاره 35 كروړه 40 لكه روپې٬ د ګوجرانواله انسټي ټيوټ نيوكليئر اېنډ رېډيوتهراپي لپاره د 14 كروړه 21 لكه روپو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے