اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د بشري حقونو او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي نګران وزيرې روشن خورشيد بروچا وئيلي دي چې پاكستان تل په مقبو??ه كشمير كښې په بې ګناه وګړو د هندي ظلمونو او بربريت غندنه كړې۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې هغې ووئيل چ?? هندي ځواكونو د خپلې ??يا??تي ترهګرې په مهال ګڼ شمېر بې ګناه وګړي شهيدان او ژوبل كړي دي۔ هغې د كشميري وروڼو او خوئېندو په ځاني زيان خواشيني ښودلو سره د ملګرو ملتونو څخه د كشمير د صورتحال جاج اخستلو لپاره د پلاوي لېږلو غوښتنه هم وكړه۔ هغې ووئيل چ?? هند په مقبو??ه كشمير كښې په لويه پېمانه د بشري حقونو څخه سرغړونه كوي او د ملګرو ملتونو معائنه كوونكې ډله ??م بې لارې كوي۔ هغې ووئيل چ?? د كشمير خلق د خپلواكې خپل بنيادي حق لپاره سوله ايزې هڅې كوي۔ د ټولټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چ?? ټولټاكنې به په خپل ټاكل شوي وخت كېږي۔ د افغان كډوالو په اړه هغې ووئيل چ?? افغان كډوال د كال 1970م څخه په پاكستان كښې موجود دي٬ بايد دوي اوس خپل هېواد ته ستانه شي۔