لندن 19 اپ??ېل (اے پي پي) د دولت مشترکه د مشرانو 25مه غو??ډه د زيارت په ورځ پېل شوه چې پكښې د پاكستان نمائندګي وزیراعظم شاهد خاقان عباسي كوي٬ په دې لړ كښې د پرانستې رسمي دستوره په بكنګهم پ??لس كښې وشوه۔ د برتانيې ملكې الزبته دوېم د 53 كسيزه دولت مشتركه مشرانو د غو??ډې پېل كولو اعلان وكړٶ۔ په ??ې موقع خپلې وېنا كښې ملكې د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره د دې باور اظهار وكړو چې زياته محفوظ او سوكاله نړۍ به نوې كل ته سپارلې شي۔ دې د دې اميد څرګندونه وكړه چې د دولت مشتركه د مشرانو د كال 2018م په غو??ډه كښې به ګډون كوٶنكي مشران په خپلو رايو او تجويزونو د خيالاتو څرګندونه كوي چې ورسره به په تنظيم كښې ګڼ اړخيزه مرستې ته وده ترلاسه سي۔ د يادونې وړ ده چې لندن كښې 40 كاله پس د دولت مشتركه غو??ډه پېل كېږي كوم چې د 2.2 اربه نه په زياته آبادۍ محيط تنظیم دے۔ د پرانستې غو??ډې ته پرنس آف وېلز شهزاده چارلس ٬ د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې ٬ د دولت مشرتكه عمومي سېكتر پټرېشا سکاټ لېنډ هم وېنا وكړه۔ شهزادہ چارلس خپلو افتتاحي كلماتو كښې د دې باور څرګندونه وكړه چې د مشرانو غو??ډه به دولت مشتركه هېوادونو ته د پېښو مسئلو حل لټولو لپاره نوي عزم سره د غړو هېوادونو ترمېنځه د روابطو لا قوي كېدو له مرستياله وګرځي۔ د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې خپلې وېنا كښې دولت مشتركه هېوادونو ته پېښ بېلا بېل چېنلجونه رامخې ته كولو سره ووئيل چې تجارت، معیشت، روزګار، صحت عامه، سائبر کرائم غو??دې څانګو كښې د غړو هېوادونو ترمېنځه پر??خې مرستې ته اړتيا ده۔ په ??ې موقع د دولت مشتركه د 6 غړو هېوادونو سندرغاړو د خپل فن څرګندونه وكړه۔ د دې نه وړاندې د برتانيې ملكې د شاهي كورنۍ نورو غړو سره د مېلمنو هركلې وكړو۔ بکنګھم پ??لس ته په راتګ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او نورو مشرانو ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو او د دې نه پس لنكاسټر هاٶس كښې د اېګزېكټو چوكو پېل نه وړاندې وزیراعظم فرائیري کورټ ته لاړو چرته چې د برتانيې وزيراعظمې او د دولت مشتركه عمومي سېكتر د دوي هركلې وكړو۔