كراچۍ 25 مارچ (اے پی پی) وزير??عظ?? شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې كراچۍ كښې د پي اېس اېل فائنل كېدل د حكومتي د مثبت پالېسو نتيجه ده٬د كراچۍ رڼاګانې او امن بحال شوې٬د هېواد پھ معاشي پرمختګ كښې بزنس كميونټي مهم كردار لري۔حكومت په بنيادي مقصدونو كښې د هېواد معيشت ته استحكام وركول او په هېواد كښې امن په ځاې كول شامل دي٬حكومت به خپله موده د مئي په 31نېټھ ترسره كړي او راروانې ټول ټاكنې به په خپل ټاكلي وخت كېږي٬ حكومت په بنيادي مقصدونو كښې د هېواد معيشت ته استحكام وركول او په هېواد كښې امن په ځاې كول شامل دي۔د دې خيالاتو څرګندونه بزنس كميونټي سره تعلق ??رونكو وګړو سره په ملاقات كښې وكړه۔ده و??ئيل نن چې په كراچۍ كښې د پاكستان سپر ليګ كركټ ټورنمنټ په شكل كښې كومې رڼاګانې په نظر راځي دا د مسلم ليګ(ن)حكومت د مثبت پالېسو نتيجه ده۔ده و??ئيل سېنېټ ټاكنو كښې د ځينې سياسي په سوب د پارلمان وقار ته زيان رسېدلې۔ده و??ئيل د ځينو سياسي ګوندونو دا حركت به جمهوريت لپاره سم نه و??۔ده و??ئيل د كال 2013 څخه وړاندې خلكو كراچۍ څخه د بهر تللو سوچ كولو ولې نن دلته رڼاګانې بحال شوي دي۔وزير??عظ?? ووئيل پھ هېواد كښې بايد پالېسۍ پرله پسې روانې پاتې شي دغسې چې د سرمايه كارو باور په ځاې پاتې وي۔ده و??ئيل زمونږ وسائل محدود دي ځينې وختونو كښې ګرانې پريكړې هم كول وي ولې زمونږ هڅه ده چې دا پريكړې وكړې شي چې ورسره معاشي نمو باوري كړې شي۔وزير??عظ?? ووئيل چې د بزنس كميونټي د هېواد په معيشت مهم كردار وي او په دې لړ كښې د دوي لارښودنه هم مهمه و??۔شاهد خاقان عباسي ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)د توان په ستونزه قابو موندلې٬هېواد كښې يې بنيادي اډانه ښه كړې۔ده و??ئيل پاك چين اقتصادي راهداري په سم لوري روانه ده او د دې په هېواد مثبت اثرات به مرتب شي۔ده و??ئيل زمونږ هڅه ده چې 6 فيصد پرمختګ هدف ترلاسه كړی شي۔پھ دې مهال د بزنس كميونټي وزير??عظ?? د خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔وزير??عظ?? باور وركړو چې د دوي مسئلو لپاره په ترجيح?? بنيادونو ګامونه پورته كولې شي۔په دې مهال د سندھ ګورنر محمد زبير٬د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب٬د خزانې لپاره د وزير??عظ?? صلاحكار مفتاح اسماعيل او د وزير??عظ?? مرستيال مصدق ملك هم موجود وو۔